هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې نوري لوبډلې د یوږ پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې آزاد قانون لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
