کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۳
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين، چې له کندهار څخه يې تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړی و، د يوې ځانګړې غونډې په جوړولو سره وستایه.

په دغه ستاينه غونډه کې چې د هېواد ورزش ادارې پر رهبرۍ سربیره ملي سوداګرو او ورزشي مسولينو هم ګډون کړی و، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښاغلي پکتين پر دغه کارنامه او لاسته راوړنه خوښې وښوده د دغې لاسته راوړنې مبارکي يې ښاغلي پکتين او ټولو هېوادوالو ته وويله.

دغه راز ښاغلي وثيق زياته کړه چې موږ ته د هر ورزشکار وړه کړنه هم د قدر وړ ده او موږ يې ستاينه کوو.

همدارنګه ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي په خپلو خبرو کې د هېواد ورزش ادارې له رهبرۍ مننه وکړه، چې تل يې زيار ايستلی او د هرې برخې ورزشکاران يې ستايلې دي او ترڅنګ يې د پکتين د دغه لاسته راوړنې مبارکي ټولو مسوولينو او ښاغلي پکتين ته وويله.

د يادې ستاينغونډې په پای کې د هېواد ورزش ادارې او د ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي له لوري ښاغلي پکتين ته د نغدي ډاليو ترڅنګ نورې ډالۍ هم ورکړل شوې.

د ويلو ده چې ښاغلي پکتين له دې وړاندې هم له پکتیکا ولایت له مرکز څخه تر غزني ولايت پورې ۶۲ کيلومتره واټن په ځغاسته طی کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آزاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له ۲۲ کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ګلبدین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS