کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی ذبیح الله ځواک وستايه
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی ذبیح الله ځواک، چې له هلمند څخه يې تر کابل پورې ۶۳۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړې و، د يوې ځانګړې غونډې په جوړولو سره وستايه.
په دغه ستاينهغونډه کې چې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو ګډون کړی و، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښاغلي ذبيح ځواک دغه لاسته راوړنه او ريکارډ ستاينه وکړه او زياته يې کړه ، چې اوس د هېواد دننه او بهر ورزشکاران په هره برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
نوموړي دغه راز وويل، د ورزشکارانو دغه ډول سفرونه په هېواد کې د ښه امنيت او سولې ښکارندويي کوي.
همدارنګه دغه غونډې پر مهال د ځغاستې او موتای ورزشکار ذبیح الله ځواک د خپل سفر موخه په هېواد کې د ښه امنيت پيغام رسول ياد کړل.
د يادې ستاينغونډې په پای کې د هېواد ورزش ادارې د نوموړي د تشويق په موخه د نورو ډاليو ترڅنګ په نغدې ډاليو ونازاوه.
د ويلو ده، چې له ذبيح الله ځواک وړاندې ښاغلي وکيل احمد پکتين هم له کندهار څخه تر کابل پورې ۵۰۰ کيلومتره واټن په شپږو ورځو کې طی کړی و او د هېواد ورزش ادارې له لوري ستايل شوی و.
