زابل؛ میزانه ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکولو ښودل شوي دي.
