کابل؛ د ورزش ادارې په مسجد کې د دعوت او ارشاد اصلاحي بیان ترسره شو
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مسجد کې د ياد رياست رئیسانو، امرينو، کارمندانو او خدمتي کار کوونکو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دعوت و ارشاد عمومي رئيس شيخ الحديث مولوي محب الله مخلص د سيرت او صورت په موضوع اصلاحي بيان وړاندې کړ.
په دغه بيان کې مولوي صاحب مخلص له ګډونوالو وغوښتل چې سیرت او صورت په نبوي سنتو برابر کړي او هم یې په جماعت سره په لمانځه کولو او د دعوت و ارشاد درسونو ته په خپل وخت حاضرېدلو ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې ياد اصلاحي بيان نن د ماسپېښين له لمانځه وروسته وړاندې شو.
