بدخشان کې د ولسواليو فوټبال جام دويم پړاو سيالۍ د درواز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۱۴
بدخشان کې د ولسواليو فوټبال جام دويم پړاو سيالۍ د درواز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د ولسواليو فوټبال جام دويم پړاو سيالۍ د درواز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې درواز منتخبې لوبډلې خپلې سيالې شهر بزرګ لوبډلې ته په پنالټيو کې د ۶/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په ولسواليو کې د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د فوټبال غوره استعدادونو موندل او د ځوانانو ترمنځ د يووالي روحيه پياوړي کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۳
Background image

افغان ورزشکار رییس خان سن‌ز ی د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو کې د 16 غوره لوبغاړو پړاو ته ووته

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام سالیو ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي برخه کې هندي سیال ته د ۳ - ۲ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۱
Background image

زابل؛ میزانه ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو موخه ملي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۳۳
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې په مسجد کې د دعوت او ارشاد اصلاحي بیان ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مسجد کې د ياد رياست رئیسانو، امرينو، کارمندانو او خدمتي کار کوونکو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دعوت و ارشاد عمومي رئيس شيخ. . .

BACK TO NEWS