غور؛ مرغاب ولسوالۍکې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۴۵
غور؛ مرغاب ولسوالۍکې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په مرغاب ولسوالۍکې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې حبيب الله د ۱۱ متره او ۸۵ سانتي مترو په واټن لېرې تيږه اچونه ترسره کړه او لومړی مقام يې خپل کړ.

د سياليو په پای کې له لومړي مقام څخه تر درېيم مقام ګټونکو ورزشکارانو ته د تشويق په موخه مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۶
Background image

د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS