پکتیا؛ احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۵۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۵۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د میرزکې کېنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې میرزکې کېنګ لوبډلې خپلې سیالې ظاهر ځاځي لوبډلې ته د ۲-۱ میدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سيالۍ د لوبغاړو د يووالي او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لري والي په موخه وشوې، چې شاوخوا ۳۵ ورځې يې دوام وکړ.
