زابل کې د ۴۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۴۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د مرکز قلات او ترنک سيمې غېږ نيونکو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د ترنک سيمې غېږ نيونکو په بريا پای ته ورسېدې.
