ننګرهار کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۱:۴۰
ننګرهار کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت دره‌نور ولسوالۍ په کوربتوب د واليبال فدراسيون په تخنيكي همکارۍ د (سولې او ابادۍ) په نوم لوبې وشوې.

یادې سیالۍ د ختیځ ۱۶ لوبډلو او د کابل څرخي‌پله لوبډلې تر منځ جوړې شوې وې، چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.

یادې سیالۍ د ننګرهار په دره‌نور ولسوالۍ کې جوړې شوې وې، چې په پای کې د کابل شهید فیصل بابکرخېل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدلې.

د ننګرهار د بدني روزنې امر نوراحمد حبيبى په پای‌لوبه کې پر ولسونو او ځوانانو غږ وکړ، چې پر خپلو اولادونو ورزش وکړي، ځکه ورزش د سولې، امن، ملي يووالي، اتفاق او خوشحالۍ نوم دی.

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو او ګټونګې لوبډلې ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS