پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زړور ګام لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې بشیراحمد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
