زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د عطأالله کلب ورزشکارانو لومړی او ګل محمد کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام خپل کړ.
