هرات کې د جمناستېک سیالۍ وشوې
د هرات د جمناسټیک فدراسیون د غوره جمناسټیک تر نامه لاندې دوستانه سیالۍ تېره ورځ د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د رئیس انجینر نظر محمد مطمین، د هرات بدني روزنې د رئیس ملا حسیب الله خالد مجاهد او غړو او مسوولينو په شتون په میدان سبز جمنازیوم کی وشوه.
په دغو سیالیو کې ۴۸ ورزشکارانو برخه اخیستې وه او د عمر په دریو کټګوریو کې یې برخه اخیستې وه: ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان.
د هرات د جمناسټیک فدراسیون رئیس محمد وحید اکبري وویل، د دغو سیالیو له ترسره کېدو یې موخه د ورزشکارانو د ظرفیت او مهارتونو لوړول دي.
د سیالیو په پای کې د ښاغلي مطمین له خوا غوره ورزشکاران تشویق شول او ستاینلیکونه ورکړل شول.
