زابل؛ مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ تنو ته د فکري روزنې سمینار ترسره شو
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ ورزشکارانو او اداري کارکوونکو ته د فکري روزنې، اسلامي او عقیدتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې ګډونوالو ته د اسلامي اخلاقو، نظم مراعاتولو، رښتینولي، متقابل درناوي او په ورزشي ځایونو کې د دیني اخلاقو رعایت او د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پر ساتنې خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې دغه سمینار دوې ورځې دوام وکړ.
