غزني کې د تکواندو سیالیو یوولسم پړاو پای ته ورسېد
غزني ولایت کې د تکواندو د WT انتخابي سیاليو یوولسم پړاو چې د مرکز او جاغوري والسوالۍ ۱۲۰ ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په ډ لبندۍ کې ګډون کړی و پای ته ورسېد.
د دې سیاليو لوبڅاري د تکواندو فدراسیون د درېيمې درجې لوبڅارانو له خوا له الکترونيکي وسایلو په استفادې وشوه.
د غزني ولایت د ورزشي مسؤلینو په خبره د دې سیالیو موخه د یاد ولایت د انتخابي لوبډلې له پاره د غوره لوبغاړو پېژندل او ټاکل دي.
