په ایران کې له مېشتو ورزشکارانو سره د هېواد د ورزش اداری د پلاوي لیدنه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
په ایران کې له مېشتو ورزشکارانو سره د هېواد د ورزش اداری د پلاوي لیدنه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټې په دې وروستیو کې ایران میشتو افغانان ورزشکارانو، د وضعیت په اړه او د هغوی د ورزشي تاسیساتو څخه د لیدنې لپاره هیت استولي دي.

دغه پلاوي لومړی په ایران کې د افغانستان له سفیر سره وکتل او دواړو لورو په سیالیو کې د ورزشکارانو د سفر په ستونزو او د شرایطو په برابرولو خبرې وکړې.

ورپسې یاد پلاوي له ورزشکارانو، د ورزش غوره استورو سره جلا جلا ناسته وکړه او د ورزشکارانو پر ستونزو او حل لارو یې خبرې وکړې.

یاد پلاوي لوبغاړو ته وویل ، د بدن روزنې او ورزش عمومي ریاست دې ته ژمنه ورکوي چې په هېواد دننه او بهر د ورزش او د ورزشکارانو د ودې او پرمختګ لپاره د هر راز همکارۍ کوي.

ټاکل شوې چي دغه پلاوی د ایران له مشهد، یزد، فردوس، شیراز او نورو ښارونو څخه لیدنه وکړي او په ایران کې د میشتو افغان ورزشکارانو شته ستونزو ته په نږدې راتلونکي کې د حل لاره پیدا کړي.

تمیم هیبت

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS