د ورزش ادارې رهبري د روسيې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې ګډون وکړ
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدلله وثیق او ورسره مل پلاوي د روسیې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې ګډون وکړ. یاد فورم " روسیه، د ورزش هیواد/ Russia, the country of sport " تر شعار لاندې په کراسنویارسک ښار کې د اکتوبر میاشتې له ۲۱ ـ ۲۳ مې پورې ترسره شو.
یاد فورم کې له ۳۵ هیوادونو څخه ورزشي استازو، د المپیک کمېټو رئیسانو او نورو مسولینو ګډون کړی و، چې اساسي موخه یې د هیوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا، د ورزش د ارزښت څرګندتیا او په یاده برخه کې د رغنده نظرونو تبادله وه.
د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد وثیق په یاد فورم کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هیوادونو له ورزشي مسولینو سره ولیدل او پر اړوند مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
