ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سياليو پايلوبه کې سوپر سټار لوبډلې له خپل ۱۹۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي ېې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
