پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې الیاس لومړی، سلمان دویم او تاج محمد بیا درېیم مقام خپل کړ.
