ننګرهار کې د ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۰
ننګرهار کې د ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د سپين غر زون ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۹۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې په ورته مهال د مرکز زون د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ هم په بېلابېلو عمري او وزني کټگوریو کې سيالۍ وشوې، چې په پايله کې يې ۶۰ تنو برياوې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آزاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له ۲۲ کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ګلبدین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS