ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حصارک سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حصارک سپین غر لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې حصارک اتفاق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
