فیفا؛ روسي او بلاروسي لوبغاړي نړیوالو لوبو کې لوبېدلی نه شي

Afzal-af
فیفا :ورزشکاران روسیه و بلاروس نمی توانند در رقابت های بین المللی بازی کنند

د فوټبال نړۍوال فدراسیون یا فیفا او د اروپا د فوټبال فدراسیون یوفا خبر ورکړی چې د روسیې د فوټبال ملي لوبډله او د دې هیواد د لیګونو ټولې لوبډلې په نړیوالو لوبو کې لوبېدلی نه شي.

د دواړو فدراسیونو د خبرپانې له مخې دوی دا کار د اوکراین له خلکو سره د مرستې د پیوستون په خاطر کړی دی.

په ورته وخت کې د روسیې د ګاز پروم شرکت له خوا د اروپا د فوټبال د لوبډلو تمویل هم بند شوی دی.

دغه اقدام پر اوکراین د روسيې د برید په غبرکون کې شوی دی.