هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خاکسار لوبډلې په اتلوي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خاکسار لوبډلې له خپل ۲۲۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۷ منډو په توپیر یې خپلې سیالې نهر سراج اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۴۵ ورځې یې دوام وکړ.
