پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پښتون غږ راډیو لوبډلې له خپل ١١٨ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٥٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې بدلون څرک راډیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
