بلخ کې د ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سلف ډفنس سبک سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له پنځه ولایتونو ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سلف ډفنس سبک سیالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له کابل، سرپل، لغمان، پروان، او بلخ ولایتونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوریو کې گډون کړی وو، چې په پایله کې يې ٢١ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
