د روسیې فوټبال لوبډله له نړۍوالو لوبو ووېستل شوه

Afzal-af
د روسیې فوټبال لوبډله له نړۍوالو لوبو ووېستل شوه

د روسیې فوټبال لوبډله د فیفا او یوفا رسمي لوبو له محال‌وېشه ووېستل شوه.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون یا فیفا او د اروپایي فوټبال اتحادیې یا یوفا په ګډه اعلان وکړ، چې د روسیې فوټبال لوبډله او کلپونه د فوټبال له ټولو ټورنمنټونو څخه ووېستل شول.

په دغه بیان کې راغلي دي، چې د فیفا او یوفا په پام کې لري چې په لومړنیو بندیزونو سربېره په روسي لوبډلې نور بندیزونه هم ولګوي. بیان زیاتوي؛ د روسې ټولې لوبډلې او کلپونه تر امر ثاني پورې د فیفا او یوفا په ټورنمنټونو کې ګډون نه شي کولی.

یاده پرېکړه د دواړو بنسټونو تر لوړو مقامونه له خوا نیول شوې ده.