ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکيټ سیالۍ پیل شوې
ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چئ ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې وطن مل لوبډلې له خپل ۱۴۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې آزاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
