تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې عبدالبصير لومړی او وحدت الله دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
