هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې لکړۍ ځوانانو لوبډلې د یو پر صفز ګول په توپیر خپلې سیالې ګران افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
