تخار؛ مرکز تالقان کې د رسۍ کشولو سيالۍ د خال محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د څلورو لوبډلو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې د خال محمد لوبډلې لومړی او زبير خان لوبډلې بیا دويم مقام خپل کړ.
د سياليو په پای د تخار ورزشي امريت له لوري غوره لوبډله وستايل شوه.
