زابل کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کبډي سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له څلورو لوبډلو ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کبډي سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د کبډي ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې په پايله کې يې ګل محمد لوبډلې لومړی، کريم الله لوبډلې دويم او عطاء الله لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.
