کابل؛ د هرات د بايسکل ځغلونې څلور کسيزه لوبډله وستايله شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون د هرات ولايت د بايسکل ځغلونې هغه څلور کسیزه لوبډله وستايله چې له هرات څخه يې تر کابله ۱۵۰۰ کيلومتره لاره د بايسکل په واسطه طی کړې وه.
دغه څلور کسيزه لوبډله، چې درې ورزشکاران او يو پلاوی پکې شامل و، د ۱۶ ورځو په موده کې يې له هرات، غور، باميان، پنجشير او پروان ولايت څخه له تېرېدو او د ۱۵۰۰ کيلو متره واټن په طی کولو سره کابل ځان کابل ته را ورساوه.
د يادې لوبډلې د تشويق په مراسمو کې د المپيک ملي کميټې رئيس باور خان هوتک د يادې لوبډلې د دغه اوږد سفر ستاينه وکړه او دغه سفر يې خلکو ته د ورزش په پيغام رسونه کې مهم ياد کړ.
دغه راز د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، هم د يادې لوبډلې هڅه وستایله او ویې ويل، که څه هم زموږ امکانات په هغه کچه نه دي، خو ستاسو دغه هڅې دې چې ورزش د پرمختګ په حال کې دی.
د ويلو ده، چې د دې مراسمو په پای کې د هېواد ورزش ادارې او بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لورې ورزشکارانو ته ستاينليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
