نورستان؛ مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه نظامیانو لوبډلې خپلې سيالې ملکي لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او زندانيانو ته سالمه تفرېح برابرول دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
