خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ ليگ پيل شو
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په برخان خېل سيمه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د کليوال ټېپ بال کرېکټ ليگ پيل شو.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د برخان خېل ټايگرز او برخان خېل بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه برخان خېل ټايگرز لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې برخان خېل بازانو لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.
