خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د تڼيو ولسوالۍ په سيگۍ لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د مرحوم شاپور ځدراڼ جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ريحان تڼيوال کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ريحان تڼيوال کلب او ځلاند تندر کلب لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ځلاند تندر کلب لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ريحان تڼيوال کلب لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو ویکټو په توپیر وگټله.
