خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې برخانخېلو کلي لوبډلې خپلې سيالې تڼيو کېنگ لوبډلې ته د ۳۱-۲۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ ورزش ته د نويو ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
