زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د عارف او گلبدين کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د گلبدين کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
