بلخ کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسینگ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسینگ سبک سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پایله يې کې ٣٥ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د واکو کیک بوکسینگ سبک ته د ځوانانو د هڅونې په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
