بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ورس ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې قوم بری لېسې لوبډلې خپلې سيالې سرخ ابدال لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول، چې ۱۰ ورځې يې دوام وکړ.
