پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو ورزشي نندارې ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو ورزشي نندارې ترسره شوې.
دا نندارې د پکتیا غورځنګ خصوصي لېسې د ممتازو زدهکوونکو د څلور نیم میاشتنۍ ازموینو په پار ترسره شوې، چې د زده کوونکو لخوا مثبت او د ورزش سره د لا ښې بلدتیا په موخه وارزول شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
