تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
