په افغانستان کې د بډمنټن فدراسیون تاریخ

Afzal-af
په افغانستان کې د بډمنټن فدراسیون تاریخ

د بډمنټن ورزش د یوې په زړه پورې او خوندورې لوبې په توګه ډیر شهرت او مینه وال ترلاسه کړي دي د بډمنټن یوه ګړندۍ لوبه ده او صبر ، دقت ، توازن او ګړندي پریکړې ته اړتیا لري.
 دا لوبه په آزاده او دننه فضا کې ترسره کیږي، مګر په ازادو ځایونو کې د بډمنټن  لوبه کول د بال د کم وزن له امله په لک باد باندې له لارې ووخي او له لک دقت څخه برخمنه ده د بډمنټن  لوبه د هغې د زړه راښکونکي حرکتونو له امله او د شاټونو د ګړندي تبادلې له امله ډیر لیدونکي لري.
د بډمنټن فدراسیون په ۱۳۵۰ کال کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست لخوا ثبت شو او آدینه سنګین د دې فدراسیون د رییس په توګه وټاکل شوه، وروسته په ترتیب سره رسول دشتي، عبدالعظیم نیازی، سید ګل ظهوري او فرهاد مجیدي د بډمنټن فدراسیون رییسان په توګه یې دندې ترسره کړې.
 په ۱۳۹۷ کال کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له خوا د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنې په پیلولو سره، مستورې آرزو د مثبتو رایو په اکثریت سره دغه فدراسیون د رییسې په توګه وټاکل شوه.
دا ورزش په هرات ، مزار ، تخار ، بامیان ، کابل و غزني ولایتونو کې فعالې څانګې لري چې په مرکز او ولایتونو د دې  کې ټولټال ۲۵۰ کسان په کې برخه لري.
د بډمنټن فدراسیون د خپل مخکښ لوبغاړو لکه عارف شینواري، رسول دشتي، عبدالعظیم نیازي، توریالي جلالزي، عبدالوهاب صدیقي، اکرم اکرمي، کمال کرور، فهیم عطش او پروېز پیکان په مرسته توانېدلی چې په مرکز او ولایتونو کې ډېر ورزشکاران ټولنې ته وړاندې کړي. او ۶۲ لوبغاړي دې فدراسیون د ملي لوبډلې غړیتوب لري .