په خوست ولايت کې د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د تڼيو ولسوالۍ ځوانانو په نوښت د یوالي جام تر عنوان لاندې د ٣٦ ټيمونو په ګډون پيل شوې چې يوه مياشت به دوام وکړي.
دغه سيالۍ د معلم بخت الله بختيار او خيالي الرحمن مينوال د ټيمونو ترمنځ په لوبې سره پيل شوې چې د معلم بخت الله بختيار ټيم وتوانيد خپل سيال ته ماتې ورکړي.
په افغانستان کې د ا.ا له واکمنۍ سره په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په خوست ولایت کې ورزش د پام وړ وده کړې او دا لړۍ به دوام وکړي.
