کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲۱
کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له ديارلسو ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ پرته له تجهيزاتو د پاورلفټينګ لسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ به د نویو ځوانانو، ځوانانو، لويانو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۵۳ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به يې ۹۵ تنه د پاورلفټينګ ملي لوبډلې ته او ۱۴ تنه راتلونکو بهرنيو سياليو ته وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو ټاکنيزو سياليو د پيل په مراسمو کې د ورزش ادارې ورزشي مشاور او د پهلواني فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، د دې ادارې مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د ورزش فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د پاورلفټينګ فدراسيون رئيس نور احمد سخي زاده، د ورزش ادارې مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه ملي لوبډلې او بهرنيو سياليو ته غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٥ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٥ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ٣٢ تنو خپلو سیالانو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ١٥ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ١٥ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای کې محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲۱
Background image

کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له ديارلسو ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ پرته له. . .

BACK TO NEWS