غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نېز وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۱۳
غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نېز وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ( ۱۲۸ ) لوبغاړو ترمنځ په درېيو برخو سنګل، سنګل لين او سيکشن کې د نېز وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د پکتيکا، پکتيا، خوست، ميدان وردګ، زابل او د غزني لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پايله کې په سنګل برخه کې غزني، سنګل لين برخه کې خوست او سيکشن برخه کې بيا پکتيکا لومړي مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه د ولايتونو ترمنځ همغږي رامنځته کول، د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS