تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو لومړی پړاو اتلولۍ سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د عبدالبشير قديري جام په نوم د هېواد له ۷ ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو لومړی پړاو اتلولۍ سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د کابل، تخار، کندز، بغلان، بدخشان، سمنګان او ولايتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پايله کې تخار ولايت ورزشکارانو لومړی، بغلان ولايت دويم او کندز ولايت ورزشکارانو درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د افغانستان د جودو لومړی المپیکي مډال راوړلو او د هېواد وياړونو نمانځل و، د سياليو په پای کې له اول څخه د درېيمې لوبډلې پورې د اتلولۍ کپونه، مډالونه، نغدي ډالۍ او د جودو لباسونه ورکړل شول.
