پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې یحیی خېل لوبډلې د ٣٦ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، بکخېل لوبډلې د ٣٤ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او پاینده خېل لوبډلې د ٢٨ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
