پکتيکا کې د K1 کېک بوکسينگ کلب پرانيستل شو
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د وکيل وحدتي په مالي لگښت د "ياران" په نوم د K1 کېک بوکسينگ کلب پرانيستل شو.
دغه کلب د نويو استعدادونو روزلو او د K1 کېک بوکسينگ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه جوړ شو، چې پر يو وخت د شاوخوا ۸۰ تنو ورزشکارانو د تمرين ظرفيت لري.
