په فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۸
په فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د اندخوی، قرمقل پښتونکوټ ، خانچهارباغ او میمنې ولسوالیو د چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې اونیزه سیالۍ ترسره شوې.

دغه لوبه د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت لخوا د حاجي عیدي بای کوهي په لوبڅارۍ د دمقول د وزلوبې په لوبغالي کې ترسره شوه.

د یادولو وړ ده چې دا لوبې هره جمعه د چاپ اندازانو د چمتوالي په موخه چې ډیر ژر به د وزلوبې غوره لیګ کې ګډون وکړي په یاد ولایت ترسره کیږي د وزلوبې غوره لیګ به ډیر ژر د کابل په کوربه توب ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۱
Background image

پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۰
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بابو خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۳۵
Background image

نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا لومړی پړاو ټاکنیزې. . .

BACK TO NEWS