هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ذکي اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ذکي اتلانو لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ستورو اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٢ ورځې یې دوام وکړ.
